adbps6's profile picture. Pashto Adab ستاسو د ادبي تندې د خړوبولو په موخه لنډې ادبي لیکنې او منتخب اشعار

پښتو ادب

@adbps6

Pashto Adab ستاسو د ادبي تندې د خړوبولو په موخه لنډې ادبي لیکنې او منتخب اشعار

ژوند سره به لږې ګوتې ماتې کړو چې څه کیږي هیلې به د ژوند لپاره زیاتې کړو چې څه کیږي. ش؟


پښتو ادب reposted

انجلی ګاندي ته وویل: زه درباندې مئینه یم ګاندي ورته وویل چې ستا لایق زما ورور دی چې تر شاه دې ولاړ دی، انجلۍ شاته وکتل ګوري چې هېڅوک نشته. ګاندي ورته وویل که ريښتیا مئینه وای شاته دې نه کتل.


پښتو ادب reposted

درنې درنې وريځې راغلې باران وريږي او زه تا رايادوومه #ټپه


د پښتو ادب مینوالو، ګرانو خویندو او وروڼو د څو ورځو لپاره مو په مخه ښه! له یو څه ځنډ وروسته ان شاءالله بیا راځم ، نو ښیګڼه وکړی زما پاڼه مه پریږدی او ویې څاری. دعاګانې مو را پیرزو کړی! مینه او مننه


د ځمکې پر کره تر ټولو مظلوم مخلوق ښځه ده، ښځې د مینې فرښتې دي، که نه یې منی د خپلې مور، خور او میرمنې مینه مو په غوره سره و څاری پوه به شی چې تر ځان ډیر ورته ګران یاست...


د غریبۍ میرمنه واخلم سړی به ستړی وي د بل زړه به ساتينه


پښتو ادب reposted

پاڼه له باد سره رپيږي جینۍ چې خال په زنه ږدي څوک به لرينه #ټپه


زه سیاست کې ګوتې نه وهم خو کوم کسان چې د مقاومت په نوم خلک جنګ ته هڅوي ټول له اروپا او امریکا را غږیږي، دوی خو دې یوازې یو ځل د هیواد په ځمکه پښه کیږدي. د افغانستان ستونزې ټولې د یو او بل نه منلو او بهرنیو مداخلو له امله دي، که ټول یو او په خپله اراده ګډ کار وکړي ستونزې حل کیږي.


که فلک مې لويي ګوري ودې ګوري دې یو سر او د حالاتو دې غوبل ته ډاکټر اعظم


د زوړوالي غم به نه کوې کاروانه محبت به دې په دوو ورځو کې ځوان کړي پیرمحمد کاروان


څه ځای د حیرانۍ نه دی چې گاز هم اوبه کېږي مړو اوښکو ته مې وگوره آواز هم اوبه کېږي حیاء یې بلـــه شمه کړه په گرمو نظرونو پرمخ یې خوله راغله، یعنې ناز هم اوبه کېږي "استاد محمد صدیق پسرلی"


هلته جونګړې او کنډرې هم ابادې ښکاري چرته چې زړونه دلبري کوي خاني نه کوي رحمت شاه سایل


که ګورې له لستوڼي به يې سور خنجر را ووځي درویشه! چې روان درسره څوک دلته پر څنګ شي .!! درویش درانی


د ښکلــو تر محفله دا مدهوش زما راتله شـــبنم لکه د ګلو تـــــــــــر اغوش زمـــا راتله یـــو څه ملاحاظات شته د حالاتو په تړاو منم مناسب نه وو نقاب پوش زما راتله "دریځه" بــــــــرکت و د ســــــــــکروټو د پیالـــــو کـــــنه لــــرې خبره وه په هــــوش زمـــا راتــله #جاویددریځ


مرګ لـــــــه یې پېدا کړو د حیات پـــــــه بهانه اوس بـــــه حیات ګورو د ممات پـــــــه بهانه خپله دینداري لکه دانــه په دام کې کیږدي وخوري هندوستان د سومنات پــــه بهانه وخت ســــره زاهد رنګونـــــــه اړاوي بدلیږي ځي نــــــن میکدې ته د جــــــــومات په بهانه مرحوم ع روغاني


چا چې غم ته شاه کړه، غم هم شا ور اړولې ده ګوره د هر چا خوښي لومړۍ، ورځي د ډم کره #استادپسرلی


بیګا د اوښکو په دریاب کې لیونی زړه را څخه ورک شو مړ به وینه


ذوقه! د پیسو په زمانه کې غزل وایو سپکه دځانونو کوو ظلم دی والا شهاب


زموږ حجرې اخر حجرې دي جوماتونه نه دي ناصحه ګوتې مې نغمې تـــــه د ربـــاب پرېږده رحمت شاه سایل


سقوط مــــــــا مې د ښار د دیــــــــــوالونو ســــــــــره د مخه ښې فرصت هم و نه موندو دریځه نیـــــــت مې و د عــــــــــــــــــمر پکې ما د شیبې فرصت هم و نه موندو #جاویددریځ


Loading...

Something went wrong.


Something went wrong.